د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د پالنې له مرکز څخه څلویښت تنه کسان فارغ شول

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۵:۱۷
mmd

یاد روزنیز پروګرام څلور میاشتې وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا په لاره اچول شوی وو چې په هغې کې څلویښت تنو یتیمانو او معلولینو ته د اقتصادي بساینۍ په موخه د خیاطۍ او مبایل د ترمیم  حرفو د زده کړو په برخو کې د مسلکي استادانو لخوا زده کړه ورکړل شوه.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د یتیمانو او معلولینو د پالنې په مرکز کې جوړ شوی وو، په هغې کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي مولوي نورالحق حقاني، د شهیدانو چارو رئیس ښاغلي مولوي روح الله نصرت،  د یتیمانو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس ښاغلي مولوي صدو خان، د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش ګډون درلود.

په دې پروګرام  کې د شهیدانو او معلولینوچارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش دیادې غونډې ګډونوالو ته د خبرو په ترڅ کې وویل: "اوس مهال د هېواد په بیلابیلو ادارو کې زیات شمېر معلولین پر رسمي دندو بوخت دي او د وزارت او ریاستونو په کچه په رسمي بستونو کې خپلو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د افغانستان اسلامي امارت او په ځانکړي توګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ژمن دې تر څو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته په بیلا بیلو برخو کې د کار زمینه برابره کړي".

نوموړي همداراز زیاته کړه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په پام کې لري چې معلولیت لرونکو وګړو او یتیمانو ته په ولایتونو کې هم د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي

نوموړي همداراز وویل: " د مرکز په شمول په ټولو ولایتونو کې د یتیمانو او معلولینو د تثبیت پروسه پیل شوې ده چې تر دې مهاله (۵۵۰۰۰۰) پنځه لکه او پنځوس زره یتیمان، کونډې او معلولین ثبت او راجسټر شوي دي او کیداې شي چې  دا شمېر نور هم لوړ شي. د نوموړي په وینا معلولینو او یتیمانو ته د روان کال د شپږو میاشتو او ځینو نورو ته یې بیا د پوره کال میاشتنې نغذي مرستې  ورکړل شوي دي".

همدارنګه په یاده غونډه کې  د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي مولوي نورالحق حقاني هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري یتیمانو او معلولینو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې ژمن دي، نوموړي همداراز د حرفوي زده کړو څخه فارغ شویو کسانو ته په یادو برخو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

د یادولو وړ ده چې د یادو حرفوي زده کړو څخه فارغ شویو کسانو ته د خیاطۍ او مبایل د ترمیم وسایل هم وویشل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۳
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له اړوندو کارکوونکو څخه د عقيدتي او فقهي مسایلو ازموینه واخیستل شوه

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد اړوند مسؤل له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته د دیني مسائلو د زده کړې په برخه کې یو منظم تدریسي پروګرام پېل شوی وو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۴۵
Background image

د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شبیر احمد ته، ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش په حضور کې د کارکوونکو چارو رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د (۵۰) برېښنایي چپرکټونو مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست په هلو ځلو د ترکیې هېواد د ندا‌ء الخیر مؤسسې له لوري د پنځوسو (۵۰) برېښنایي چپرکټونو مرسته ترسره شوه.

د یادو. . .

BACK TO NEWS