د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د برنامو او همغږي مرستیالې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له مرکز څخه لیدنه وکړه

sadiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۱:۴۲
gg

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د برنامو او همغږي مرستیالې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له مرکز څخه لیدنه وکړه

نن یکشنبه د مرغومې په ۱۴مه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې صبرۍ اندړ، په وزارت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له مرکز څخه د لیدنې ترڅنګ، د مراجعینو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د برېښنايي پېژندپاڼو د وېښ بهیر او چارو په چټکه توګه د ترسراوي لپاره یې مسوولو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

آغلې اندړ څرګنده کړه، چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو حل ورته لومړیتوب لري او په دې تړاو هر ډول کار، همکاري او لاسنیوی د اړوندو چارواکو مسوولیت دی.

نوموړې له مراجعینو وغوښتل، چې د چارو د چټکتیا لپاره دې نوبت مراعات کړي، څو کارونو او ستونزو ته یې مسوولین پر وخت رسیدنه وکړي.

دې د شهیدانو وارثین او معلولین له جګړو نه د مخامخ اغیزمنتیا له امله د زیات ترحم او درناوي وړ وګڼل او د چارو اړوند کارکوونکو ته یې له یاد قشر سره د مناسب او نرم چلند کولو سپارښتنه وکړه.

د یادولو وړه ده، چې اغلې اندړ د ژمي او یخې هوا له امله په وزارت کې د مراجعینو د ناستې لپاره مسوولو چارواکو ته د یو مناسب ځای برابرولو وویل، څو د ژمي سړه هوا د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ناروغیو سبب نه شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS