په کنړ ولایت کې له (۲۷) ملکي جګړه ځپلو کورنېو باندې د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرستې وویشل شوی

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۰:۵۴
mmd

په کنړ ولایت کې د (۲۷) جګړه ځپلو کورنېو سره د (۸۰۹۴۴۸) افغانېو په ارزښت د دیارلس ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د کومک موسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر مستحقو کسانو وویشل شوه.

د مرستو د ویش پر مهال د کومک موسسې ولایتي مسئول د جګړه ځپلو کورنېو ته یې د کومک موسسې د موخو په اړه معلومات وړاندې کړل همداراز د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولېنو چارو رییس ښاغلي مولوي عبیدالله حقاني د یادې موسسې د مرستو څخه یې مننه وکړه چي په سختو اقتصادي شرایطو کې یې د هیوادوالو لاسنیوې کړې.

همداراز هغو جګړه ځپلو کورنېو چي دغه مرستې ترلاسه کړې وی د یادی موسسی د مرستو څخه یې مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چي د دوی سره دی لا زیاتې مرستې وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۳
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له اړوندو کارکوونکو څخه د عقيدتي او فقهي مسایلو ازموینه واخیستل شوه

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد اړوند مسؤل له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته د دیني مسائلو د زده کړې په برخه کې یو منظم تدریسي پروګرام پېل شوی وو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۴۵
Background image

د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شبیر احمد ته، ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش په حضور کې د کارکوونکو چارو رئیس. . .

BACK TO NEWS