په ننګرهار ولایت کې پر (٢٠٠) مستحق معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په دې ولایت کې (٢٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور توکي شامل وو، ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهارولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محمد صابر ځواک د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو چمتو کولو او وېشلو په پار مننه وکړه.