په دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې په ننګرهار ولایت کې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۳
mmd

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو، د یار خیریه مؤسسې له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې ووېشل شول.

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک د یادې مؤسسې له مسؤلینو وغوښتل چې په دې ولايت کې له یتیمانو، کونډو او معلولینو سره لازیاتې مرستې ترسره کړي تر څو په ښه توګه د هغوی اقتصادي ستونزو ته رسیدګي وشي‌.

همداراز هغو یتیمانو چې مرستې یې ترلاسه کړې وې د یاد ریاست او د مؤسسې له مسؤلینو څخه یې د مرستو د چمتوکولو په پار مننه وکړه او د نورو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۵۲
Background image

په کنړ ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست د HHRD خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولايت کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۳
Background image

په دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې په ننګرهار ولایت کې مرستې ووېشل شوې

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو، د یار خیریه مؤسسې له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۰:۰
Background image

په ارزګان ولایت کې (۱۲۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د ارزګان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري په یاد ولایت کې د دارالایتام او مدرسې پر (۱۲۰) تنو یتیمانو باندې د ژمنېو توکو مرستې ووېشل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د ارزګان. . .

BACK TO NEWS