د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۴۰
mmd

د کاري بهیر د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه، یاده غونډه چې د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په مشرۍ ترسره شوه، په هغه کې د ریاست اړوند کارکوونکو ګډون درلود.

په دې غونډه کې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ګډونوالو ته د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د بایومټریک پروسې، همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو، د هغوی پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په تړاو خبرې وکړې او له اړوند کارکوونکو څخه یې وغوښتل ترڅو ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پوره اخلاص او همغږۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي ودانۍ او اړوندو برخو د ترمیم ساختماني پروژې په موخه، د آفر پرانستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي ودانۍ او اړوندو واحدونو د ترمیم ساختماني پروژې په موخه، د آفر پرانستنې غونډه د یاد وزارت د تدارکاتو آمریت په دفتر کې، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳۱
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د. . .

BACK TO NEWS