د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو په دې ولایت کې د معلولینو د فزیکي بیارغونۍ مرکز څخه لیدنه وکړه
د دې لیدنې پر مهال د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د سره صلیب نړېوالې کمېټې له لوري د دې ولایت په مرکز او ولسوالېو کې معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو جوړولو، د درې کلونو څخه کم عمره فلج ماشومانو ته د اورتوپیدي خدمتونو وړاندې کولو، د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د نغدي پور ورکولو، د معلولینو لپاره د زده کړو د زمینې برابرولو او ځینو نورو خدمتونو وړاندې کولو په پار د یادې کمېټې له مسؤلینو څخه مننه وکړه.