د پکتيکا ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د دې ولایت د عامې روغتيا له رئيس سره وکتل

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۱:۵۶
mmd

په دې کتنه کې د پکتيکا ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج معلولينو ته په مرکز او ولسوالېو کې د روغتیايي اسانتياوو برابرولو او صحي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې.

محترم مولوي محمد نبي وهاج د دې ولایت د روغتیا رياست له رئيس څخه وغوښتل تر څو  معلولینو ته چې اقتصادي ستونزې لري، د درملو او نورو صحي خدمتونو په برخو کې پوره پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د پکتيکا ولایت د عامې روغتیا رئيس هم ډاډ ورکړ چې دوی به له معلولینو سره شته امکاناتو ته په کتو مرستې وکړي او هغوی ته به، په ښه ډول روغتیايي خدمتونو وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۴۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د برابروالي لپاره د عدالت (JEAO) مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (۴) لکه او (۹۵۳۶) ډالرو په ارزښت د افغانستان د برابروالي لپاره د عدالت مؤسسې سره د همکارۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۲۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۶۰۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند د مرکز او ولسوالیو د شهیدانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۱۶
Background image

د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه، د (ZFA) مرستندويه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او. . .

BACK TO NEWS