د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د کارموندنې خبرتیا

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۵ - ۱۱:۱۱
mmd

Publish Date

Closing Date

شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په پام کې لري، د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د کارموندنې د هغې طرحې پر بنسټ چې د دې وزارت له لوري جوړه او د کابینې او جلالتماب جمهور رییس له خوا تایید او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته یې د تطبیق لارښوونه شوې وه، د نظامي شهیدانو هغو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو، چې د لېسانس تر کچې یې زده کړې کړې وي، تحصیلي اسناد او د شهادت او معلولیت کتابچه ولري، لیست جوړ او د کارموندنې په موخه یې د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون ته واستوي. د نظامي شهیدانو هغه وارثین او معلولین، چې د دندې لېوالتیا لري او په شرایطو برابر دي، کولای شي خپل لنډه سوانح یا CV د لاندې برېښنالیک په وسیله موږ ته راولیږي.