د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روژې مبارکې میاشت کې د خوراکي توکو چمتو کولو په موخه د ژوند لپاره د هوساینې او پرمختګ مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د ژوند لپاره د هوساینې او پرمختګ مؤسسې رئیس محترم محمد نعیم روحاني تر منځ لاسلیک شو چې د هغه پر بنسټ به یوسل او اتیا (۱۸۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي، مکروني، بوره، دال، روح افزا او خُرما شامل دي، ووېشل شي.
د يادونې وړ ده، چې د يادې شوې پروژې ټوليز ارزښت لس زره (۱۰۰۰۰) امريکايي ډالره دى، چې په ننګرهار ولایت کې به تطبیق شي.