په نیمروز ولایت کې (۵۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۵۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق سره د لارې کرایې په موخه یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
هغو معلولیت لرونکو وګړو چې ویلچرونه یې ترلاسه کړي وو، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د دې نیک اقدام څخه یې خوښي څرګنده کړه.