د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ډېټابېس او معلوماتو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو برخې د عملي کیدو پر څرنګوالي غونډه جوړه شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۲
mmd

یاده غونډه چې د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ جوړه شوې وه په هغه کې د معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالکریم حلیمي، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر، د شهیدانو چارو د محاسبې او تأدیاتو آمر محترم مولوي خیرالله خیرخواه، د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا او اړوند مسلکي کارکوونکو حضور درلود.

په پېل کې، محترم مولوي باقي بالله فضلي د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم، د پرمختایي پروژې پلان په تفصیل سره تشریح کړ او د سیسټم پر ځانګړتیاوو او اهمیت باندې یې خبرې وکړې او د چارو د پېل او عملیاتي پروسې په هکله یې ګډونوالو ته پوره وضاحت وړاندې کړل.

ورپسې محترم سید تمیم آغا د سیسټم د محاسبې او تأدیاتو برخې د ارزښت په هکله خبرې وکړې، د موخو، ګټو او د کارونې د څرنګوالي په هکله یې معلومات وړاندې کړل.

د یادې غونډې په ترڅ کې د سیسټم محاسبې او تأدیاتو برخې د جوړښت، ښه پلي کیدو او پراختیا په موخه د ګډوانوالو نظریات او وړاندیزونه هم واوریدل شول.

په پای کې، ګډونوالو د یادې پروسې پر لاره اچولو څخه خوښي څرګنده کړه او د پلي کیدو په برخه کې یې د اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د زابل ولايت په مرکزي دارالایتام کې د څښاک پاکو اوبو شبکې د‌ جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د دې ولايت په عمر بن خطاب رضي الله عنه دارالایتام کې د HHRD نړيوالې مؤسسې په مالي لګښت د څښاک پاکو اوبو شبکه چې په یو ساعت کې د دوه زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۰:۲۴
Background image

په پروان ولایت کې دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د پروان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د HHRD خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په یاد ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، نور خوراکي مواد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ژوند شرایطو د ښه کولو په موخه په دې وزارت کې د (HHRD) خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، چې. . .

BACK TO NEWS