د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو نوی رییس معرفي شو!
د رییس الوزرا د حکم پر اساس ښاغلی مولوي ثنا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو رییس په توګه معرفي شو.
د مالي او اداري چارو لوی رییس مولوي کلیم الله افغان څرګنده کړه چې ښاغلی ثنا د پراخې تجربې خاوند دی او د ریاست وړ شخص یې وباله.
ښاغلي افغان د ټولنیزو خدمتونو پخواني رییس د خدمتونه ستاینه وکړه او اداري تغییرات یې د ښې حکومتولۍ یو اصل وګاڼه.
د غونډې په پای کې ښاغلي ثنا د یاد ریاست د ښه سمبال لپاره هر اړخیز ډاډ ورکړ.