د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولو ماشومانو او یتیمانو ته د خوراکي خوندېتوب او د هغوی لپاره د زده کړې زمینې برابرولو په موخه د (HHRD) مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۱:۸
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (مرسته کوونکي لاسونه د مرستې او پرمختګ لپاره) یا(HHRD)  مؤسسې رئیس محترم عبیدالله فیصل تر منځ لاسلیک شو چې د یاد هوکړه لیک له مخې به (۲۸۰۰) تنو معلولو ماشومانو او یتیمانو ته د خوراکي خوندېتوب، د زده کړو د زمېنې برابرولو او د روغتیایي خدمتونو چمتو کولو په برخو کې په کابل، لغمان، ننګرهار، کنړ، پروان او میدان وردګو ولایتونو کې خدمتونه وړاندې شي.

د يادونې وړ ده چې د دې پروژې ټوليز ارزښت یو میلیون او یو سل او درې نوي زره او اته سوه (۱۱۹۳۸۰۰) امريکائي ډالره دى چې له هغې څخه به (۲۶۰۰) تنه یتیمان او (۲۰۰) تنه معلول ماشومان مستفید شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS