د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید آخوند په مشرۍ او د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخوند، د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
د ننۍ غونډې موضوعات چي د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان لخوا وړاندې شول، په کې د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو د ورکړې پر څرنګوالي خبرې اترې وشوی او پریکړه وشوه چي د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو حقوق به د ربعوار په ډول ورکول کیږي، همداراز د سلو فلجیانو لپاره د اعاشې او استوګنځي برابرول، د وزیرانو شورا لخوا د یتیمانو د تثبیت فورمې او همدارنګه د انتظار به معاش کارکوونکو د برخلیک روښانه کولو په هکله هر اړخیزي خبرې اترې وشوی، او د ستونزو د حل پر لارو چارو لازمې سپارښتنې ورکړل شوی.