د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغان معلولینو لپاره د بایسکیل چلولو او بیارغونې (AABRAR) مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۲۲

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د افغان معلولینو لپاره د بایسکیل چلولو او بیارغونې (AABRAR) مؤسسې ترمنځ د (۱۸۹) زره او (۷۱۷) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د افغان معلولینو لپاره د بایسکیل چلولو او بیارغونې (AABRAR) مؤسسې رئیس محترم ډاکټر عبدالبصیر توریالي ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې په هرات ولایت کې د (۲۳۴۰) تنو معلولینو لپاره به د تګ او راتګ په موخه اړين وسایل، لکه ویلچر او واکر برابر او د هغوی په واک کې ورکړل شي. همدارنګه، د ځینو نورو معلولیت لرونکو وګړو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه، رمپونه او نور مناسب تسهیلات برابر کړل شي.

سربېره پر دې، د هغو کسانو لپاره چې اړتیا لري، د مصنوعي غړو جوړول او ترمیم هم په دې هوکړه لیک کې شامل دي، همداراز د یو شمېر معلولینو سره به نغدي مرسته هم ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې یاده پروژه به د (۶) میاشتو په موده کې د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم معینانو او رئیسانو په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي درې ورځیني سیمینار کې ګډون وکړ

په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي ځانګړي سیمینار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ژمي موسم په را رسیدو سره د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ولایت. . .

BACK TO NEWS