د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هيئت ناسته وشوه

sadiq_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۹:۱۲
d

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هيئت ناسته وشوه

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هئيت د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د ۱۴۰۰ ھ لمريز کال د حقونو د ورکړې بهير کې د چټکتيا او روڼتيا رامنځته کولو په موخه ناسته ترسره کړه.

په پيل کې د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د اسنادو او وثيقو د ارزونې، له اړونده ادارو سره د همغږۍ په رامنځته کولو، بوديجې او د وزارت تشکيلاتو په تړاو يې خبرې وکړې او د ياد قشر ستونزو ته رسيدنه يې خپل کاري لومړيتوب وګاڼه.

د ناستې نورو ګډونوالو هم د معلولينو (م۱۱) فورم کې د ستونزو، د نظامي شهيدانو ورثې ته د حقونو د ورکړې پر څرنګوالي، د معلولينو د اسنادو کتنې او ارزونې کميټو پر زياتولو او طبيعي معلولينو ته د ډيجيټلي کارتونو د ويش په هکله يې خبرې وکړې او د شته ستونزو د هواري لپاره يې د نظرونو تبادله وکړه.

دوی د هېواد له نافذه قوانينو او تګلارو سره سم په کاري پروسو کې د اسانيو راوستل او د سيسټم ډيجيټلي کول يې جدي اړتيا وګڼله او د خدمتونو وړاندې کولو په ډول کې د مثبت بدلون غوښتوونکي شول.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د اسنادو کتنې او ارزونې پروسې د چټکتيا لپاره بايد له اړونده ادارو سره همغږي زياته شي او د حقونو د ورکړې پروسې د اسانه کولو لپاره يو هئيت هم وټاکل شو، څو په دې تړاو مشخصه طرحه جوړه او د پلې کيدو په پار يې د وزارت له مشرتابه سره شريکه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت اړوند شورتپې ولسوالۍ ته یې سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل،. . .

BACK TO NEWS