د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې د معترضو معلولينو د تحصن له خېمو لېدنه وکړه

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې د معترضو معلولينو د تحصن له خېمو لېدنه وکړه
نن دوشنبه د مرغومې په ۱۵مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ او ورسره مل پلاوي د ملي شورا تر مخ د معترضو معلولينو د تحصن له خېمو څخه لېدنه وکړه.
معترضو معلولينو ټينګار کاوه، څو يې چې دولت د سرپناه، کارموندنې، زدکړو، روغتيا، حقوقو او د ژوند په ټولو برخو کې اسانتياوې نه وي برابرې کړې، تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.
آغلې اندړ ډاډ ورکړ، چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه له ټولو اړونده دولتي ادارو سره په ګډه کار کوي، څو د معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته په سمه او غوره بڼه رسيدګي وکړي او ستاسو موجوده ستونزې حل کړي.
اندړ له معلولينو وغوښتل چې د ژمي د يخې هوا او امنيتي ملحوظاتو له امله ژر تر ژره د تحصن خېمې ټولې کړي او ژمنه يې وکړه، چې د دوی ټولو قانوني غوښتنو ته د مناسبې حللارې د موندلو لپاره به د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه او مديره هئيت له ښاروالۍ، ښارجوړونې، عامې روغتيا، پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو سره له نږدې کار وکړي، څو يادو ستونزو او غوښتنو ته مو رسيدنه وشي.
د تحصن خېمو د لرې کولو په تړاو د آغلې اندړ له بيا بيا غوښتنې وروسته معترضو معلولينو هوکړه وکړه، چې له اړوندو دولتي ادارو سره تر نسبې هوکړې وروسته به د تحصن خيمې پورته کړي او خپل اعتراضونه به پای ته ورسوي.