د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست او ورسره مل تخنیکي او مسلکي پلاوي د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او بایومټریک په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د بغلان  ولایت والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم الله محمد دوست، د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالحکیم نافذ او د یاد ولایت ځینو مسؤلینو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالحکیم نافذ  خبرې وکړې او له وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت شویو آمارو، د عمده کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست خبرې وکړې او ویې ویل چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د چارو د رهبرۍ، مدیریت، څارنې او ادغام په موخه رامنځته شوی او په بېلابېلو لکه د ټولنیز او اقتصادي ملاتړ، د پوهاوي کچې لوړول، په ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي برخو کې د هغوی د ونډې کچه لوړول او ادغام کولو په برخو کې یاد قشر ته خدمات او آسانتیاوې وړاندې کوي چې د  همدې موخې ترلاسه کولو لپاره نوی الکټرونیکي سیسټم رامنځته شوی ده.

 هغه زیاته کړه د ډېټابېس او معلوماتو ریاست وکولای شول د خپل کلني پلان د سیسټم پرمختیا په برخه کې د ټاکل شوو ولايتونو سربېره په څلورو نورو ولایتونو کې هم نوی الکټرونیکي سیسټم فعاله کړي چې له دې سره تر دې دمه د هېواد (٢٨) ولايتونو ته یاد سیسټم وغځول شو.

په دې غونډه کې د بغلان ولایت والي محترم  مولوي عبدالرحمن حقاني په خپلو خبرو کې د یاد سیسټم په فعالېدو خوښي څرګنده کړه او د پوره همکاري ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (YAAR) خیریه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د (YAAR) خیریه مؤسسې سره د (۱۳) زره او (۹۶۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته نوي رئیس معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي محمد حنیف سيف الخالد د پکتیکا ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۰:۲۷
Background image

د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست لپاره نوی رئيس د محترم مولوي کليم الله افغان له لوري کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس محترم مولوي فضل الدین د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د نوي رئيس په توګه او محترم ملا عبدالرحمن فهيم په. . .

BACK TO NEWS