ګډوالو، بې ځایه شویو، د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د ځمکو وېش کې باید روڼتیا رامنځته شي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۸:۳۱
mmmd

ګډوالو، بې ځایه شویو، د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د ځمکو وېش کې باید روڼتیا رامنځته شي

د ګډوالو په چارو کې د جمهور رییس ستر سلاکار ښاغلي مفتاح بابکرخېل د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل.
ښاغلي بابکرخېل د ګډوالو, شهیدانو او معلولینو ستونزې مشترکې وګنلې وویل، چې د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت په همکارۍ دوی ته د ځمکو د وېش او مرستو د حلب په برخه کې اړوندو ادارو سره په شریکه کار کوي، چې په دې اړه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت همکاري او همغږي هم اړینه ده. ښاغلي بابکرخېل زیاته کړه، چې یادو قشرونو ته د ځمکو د وېش او مرستو جلب پروسه کې د روڼتیا ټینګښت په موخه یو مرکز هم رامنځته کړی دی، چې ښه اغېز به ولري. نوموړي په دې برخه د یاد وزارت د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د جمهور رییس سلاکار ته د وزارت د اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې، روڼتیا، خدمتونو، ملي ډېتابېس جوړولو، بایومتریک او کاري پروسو ساده کولو په اړه معلومات ورکړه وویل، چې ګډوالو، د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د ځمکو ورکړې برخه کې ستونزه دا ده، چې له واحد ادرسه نه وېشل کېږي بلکې مختلفې ادارې له همغږۍ پرته اقدام کړی، چې دا چاره تر اوسه ګټوره نده تمامه شوې او یاد قشرونه هم اوس هم د سرپناه اړوند ګڼو ستونزو سره مخ دي. ښاغلي آریوبي زیاته کړه چې د ځمکو د وېش برخه کې واحد مدیریت او د واحدې پالیسۍ جوړولو ته اړتیا ده، تر څو اقتصادي بعد ته یې هم پاملرنه وشي. ښاغلي آریوبي ډاډ څرګند کړ، چې د ځمکو د وېش په برخه کې د زورواکو د مخنیوي او حق حقدار ته د سپارلو او رونټیا لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور سروې په موخه مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د یتیمانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

سلګونو تنو یتیمانو سره په کنړ ولایت کې مرستې ترسره شوې

د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو ستونزو ته د ښې رسیدګي په موخه د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) مستح. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۱۶
Background image

په بغلان ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مدنيت خيريه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولیت لرونکو وګړو، سیلاب ځپلو او بېرته هېواد ته راستانه شویو کسانو ته. . .

BACK TO NEWS