د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه یې په هر اړخیزه توګه ارزونه ترسره کړه.
همداراز د یاد پلاوي له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یو اندازه نغدي مرسته هم وشوه.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي تر دې وړاندې په کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه هم ارزونه ترسره کړې وه.