د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د لا ښه والي په موخه اداري غونډه جوړه شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۸:۵۶
mmd

یاده غونډه د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم شاه ولي احمدي په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د ریاست کارکوونکو او په ولسوالېو کې د یاد ریاست اړوند مدیرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم شاه ولي احمدي د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: موږ ټول د خدای جل جلاله په ازموینې کې واقع شوي یو، دا یو فرصت دی چې وښیو موږ څرنګه کولای شو د ټولنې د اړمن او زیان منونکي قشر ستونزې حل کړو، او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ تل په دې ټینګار کوي د هغو کسانو سره چې د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي یا یتیم شوي وي په زغم او مهربانۍ سره چلند وکړو.

هغه زیاته کړه: د بامیان ولایت په ولسوالیو کې شته ستونزې په تدریجي ډول حل شوي او هڅې روانې دي چې ټولو ستونزو او غوښتنو ته په بشپړه توګه رسیدګي وشي ترڅو دې اړمن قشر  ته دا زمینه برابره  شي چې په خوښي او خوشحالي سره ژوند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۵) تنو مستحقو کسانو باندې د زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، (۳۵) تنه مستحق یتیمان او معلولین د زرنج نقلیه وسایطو څخه برخمن کړل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۲:۲۱
Background image

په خوست ولایت کې (۸۰) معلولینو ویلچرونه ترلاسه کړل

د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د  (۸۰) تنو معلولینو سره د ویلچرونو سربېره، یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

هغو معلولینو چې ویلچرونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۲:۲۰
Background image

په بلخ ولایت کې پر (۶۰) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه کې وویشل. سربېره پر دې،. . .

BACK TO NEWS