په خوست ولایت کې (۸۰) معلولینو ویلچرونه ترلاسه کړل
د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د (۸۰) تنو معلولینو سره د ویلچرونو سربېره، یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.
هغو معلولینو چې ویلچرونه یې ترلاسه کړي وو، د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او د خیریه مؤسسې له مسؤلینو څخه یې خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې د دوی لپاره لازياتې مرستې برابرې شي.