په جينوا کنفرانس کې د کړو ژمنو د پلې کولو په تړاو تعقيبي ناسته وشوه

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۸:۴۴
g

په جينوا کنفرانس کې د کړو ژمنو د پلې کولو په تړاو تعقيبي ناسته وشوه

نن چهارشنبه د چنګاښ په دويمه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت رهبري هييت په جينوا کنفرانس کې د افغان حکومت له لوري د شويو ژمنو او د وزارت اړوند برخو کې د يادو ژمنو د پلې کولو په تړاو تعقيبي ناسته وکړه.

په پيل کې آغلې اندړ په جينوا کنفرانس کې د حکومت له لوري د شويو ژمنو پلې کول اړين وبلل او دا يې په نړيواله کچه د افغانستان حيثيت او باور پورې تړلې موضوع وشمېرله.

د نوموړې په خبره، چې په جينوا کنفرانس کې د نړیوالو عمده غوښتنې د فساد پر وړاندې مبارزه او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچې راټيټول و، کومې چې د پلې کولو لپاره یې د نورو دولتي ادارو ترڅنګ، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ژمنتيا او پخه اراده لري.

د وزارت د خدمتونو او ملاتړ مرستيالې جميلې نورستانۍ د هېواد په کچه د معلوليت لرونکو ميرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي او توپيري چلند په تړاو عامه پوهاوی مهم وباله او په دې برخه کې يې له نورو دولتي او غير دولتي بنسټونو څخه هم د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د ناستې نورو ګډونوالو هم د فساد پر وړاندې مبارزه کې د پرمختګونو يادونه وکړه او د معلوليت لرونکو ميرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي، توپيري چلند او ټولګټو ځايونو ته د هغوی نه لاسرسی جدي ستونزې وګڼلې او د هواري لپاره يې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۹:۱۶
Background image

په لغمان ولايت کې د (۴۰) تنو یتیمانو ترمنځ د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم سیالۍ ترسره شوه

نن ورځ په لغمان ولايت کې د HHRD خیریه مؤسسې له لوري د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ د څلوېښت (۴۰) تنو یتیمانو تر منځ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ ترسره شوه او د یادې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اقتصادي او ټولنیزې پیاوړتیا په موخه د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د دې هوکړه پر اساس به (۶۵۰) تنو اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د اقتصادي ځان بساینې او پياوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د کوچنیو کارو بارونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۱۲
Background image

په غزني ولايت کې د عزيزي بانک له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنې نغدي مساعدتونو د ورکړۍ له بهیر څخه ارزونه وشوه

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد انور برادر په دې ولايت کې د عزیزي بانک له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان کال د درېيمې ربعې د میاشتنېو نغدي. . .

BACK TO NEWS