د نوي برېښنایي سیستم پېژندنه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نوي برېښنایي سیستم پروژه:

پیلامه:

نوی برېښنایي سیسټم د افغانستان د جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني په لارښوونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري ترتیب، ډیزاین او رامنځته شوی، چې اوسمهال په مرکز او ولایتونو کې په چټګۍ سره د پلې کیدو په حال کې ده.

د نوي برېښنایي سیستم تطبیق د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ستراتېژیکو موخو له جملې څخه دی او د پلي کېدو په برخه کې یې له ټولو ممکنه قانوني لارو څخه ګټه اخیستل کېږي.

نوی برېښنایي سیستم د ښې، غوره، چټکې او برېښنایي حکومتوالۍ پر لور یو بنسټیز ګام دی، چې د شهیدانو د ورثې او معلولینو سکتور اړوند خدمتونو د ښه والي او چټګ والي، روڼتیا ټینګښت، فساد او نورو غیر قانوني کړنو مخنیوی او د یوه بامسولیته او حساب ورکوونکي سیستم رامنځته کول دي، چې د شهیدانو درنو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې پراته خنډونه له منځه وړي.

د نوي برېښنايي سیستم د رامنځته کېدو اړتیا او ارزښت:

له دې وړاندې د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسنادو او هویت د ثبت لپاره معیاري سیستم موجود نه و او په کتابونو کې ثبتېدل، چې اسنادو د ورکېدو، خرابېدو، شړېدو او نور ګواښونو سره مخامخ وو. د دې لپاره چې دغه ستونزې له منځه لاړې شي او د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د اسنادو د خوندیتوب، پر وخت د حقوقو ورکړه، د جعلي او تکراري اسنادو مخنيوی، کاري اسانتیا او روڼتیا رامنځته شي، د نوي برېښنایي سیستم پلان ترتیب او د عالي مقام له منظورۍ وروسته یې چارې پیل شوې.

دغه سیستم د مرکز سربېره د هېواد په ټولو ولایتونو کې تطبیقېږي، چې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته به ډېرې کاري اسانتیاوې رامنځته کړي.

د نوي برېښنایي سیستم موخې:

د شهیدانو ورثې او معلولینو له دې وړاندې پر وخت د حقوقو نه ورکړې، بودجې کمښت، فساد، کارونو کې ځنډ، بیروکراسۍ او نورو ستونزو څخه شکایت کاوه. د نوي برېښنایي سیستم بنسټیزه موخه یادو ستونزو ته رسېدنه او له منځته وړل دي. اساسي موخې یې په لاندې ډول دي:

۱. له فساد سره مبارزه او د روڼتیا ټینګښت

۲. د عامه شتمنۍ سپما کول

۳. د اړتیا وړ بودجې کره وړاندوینه

۴. د شهیدانو د ورثې او معلولینو د کره شمېر معلومول

۵. د یوه منظم سیستم له لارې د حقوقو ورکړه او د غوره خدمتونو وړاندې کول

۶. او د جعلي او تکراري اسنادو مخنیوی

 

د نوي برېښنایي سیستم وړتیاوې او ګټې:

۱. په برېښنایي ډول د اسنادو او وثیقو ثبتول

۲. د هویت کارتونو چاپول

۳. د سیستم له لارې د حقوقو ورکړه 

۴. د اسنادو او وثیقو (کارتوتیک) برېښنایي کول؛ یانې د کتابچې پر ځای به یو کارت ورکول کېږي.

۵. د شهیدانو د ورثې او معلولینو تثبیت او د خدمتونو د کیفیت څارل

۶. د حقوقو محاسبه کول

۷. په سيسټم کې د روڼتيا راوستل

۸. د ځمکو عادلانه ويش

۹. د کاري عرفو ويش

۱۰. تحصيلي بورسونه

۱۱. د مرستو ويشل

۱۲. آرشيف

۱۳. د ټولو چارو څارل او کنټرولول

 

په نوي برېښنایي سیستم کې د ثبتېدو لپاره باید د شهیدانو ورثه او معلولین څه وکړي؟

۱. د اسنادو او وثیقو د څېړنې او ارزونې کمېټې له لوري دې خپل کارتوتیک تایید کړي.

۲. معلولیت لرونکی وګړی، شرعي وکیل او د شهید مستحق وارثین باید برېښنایي تذکره او د بایومتریک فورم ولري.

۳. د عکس د اخیستو لپاره د معلولیت لرونکي وګړي، شرعي وکیل او د شهید د مستحقو وارثینو فزیکي حضور اړین دی.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سیستم برخې کارکوونکي د شهیدانو د ورثې او معلولینو د ثبت لپاره هره ورځ د دوی په خدمت کې دي.

د نوي برېښنایي سیستم په اړه د نورو معلوماتو لپاره د وزارت د اړیکو مرکز سره د ۷۱۷ شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ.