د آسان خدمت پرو‌ژه

آسان خدمت له آذربایجان جمهوریت څخه د رالېږدول شوي ماډل پر بنسټ، د عامه خدمتونو یو مرکزي ادرس  (one stop-shop) دی . د افغانستان اسلامي جمهوریت او آذربایجان جمهوریت د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د آذربایجان جمهوریت د عامه خدمتونو او ټولنیزو نوښتونو ملي اداره مکلفیت لري، چې له آسان خدمت (افغانستان) سره هراړخیزه تخنیکي همکاري وکړي. په دغو همکاریو کې د یادې ادارې له سافټویرونو څخه ګټه اخیستنه، د حقوقي او سټراټیجیکي اسنادو تبادله، ، د روزنې د متودولوژۍ تبادله، د اداري او سازماني جوړښت ملاتړ او همدا راز د آسان خدمت په پرمختیايي مرحله کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې چارې شاملې دي.

لرلید، موخې او مقصدونه

د آسان خدمت لرلید دا دی، چې د عامه خدمتونو په بهیر کې روڼوالی او اغېزمنتیا رامنځته شي، عامه خدمتونو ته د ښاریانو لاسرسی آسان شي او په ټوله کې پر حکومت د خلکو باورمندي ډېره شي.

بنسټیزې موخې

  • د دولت لخوا ټولو وړاندې کېدونکي عامه خدمتونه تر یو چتر لاندې راټولول
  • د وخت نیوونکو او پېچلو پروسو ساده کول
  • د وړ او روزل شوو کارکوونکو په مرسته حساب ورکونه او روڼوالی رامنځته کول
  • د خصوصي سکټر وړاندې کېدونکو خدمتونو ته وده ورکول او د پانګه اچوونکو لپاره اړینې آسانتیاوې برابرول
  • د غوره برښنايي خدمتونو او برښنايي حکومتولۍ لپاره زمینه برابرول

آسان خدمت د هېوادوالو لپاره څه کوي

د آسان خدمت له ایجاد سره به هیوادوال وکولای شي، چې ټول عامه خدمتونه (پاسپورټ، تذکره، نکاح پاڼه، طلاق پاڼه، د مړینې سند، د کار جواز او...) د آسان خدمت له څانګو څخه د ټاکلي لګښت په بدل کې، تر یو چتر لاندې ترلاسه کړي. د معیار د خوندیتوب په پار به د عامه خدمتونو له بهیر څخه جدي څارنه او ارزونه کېږي. د عامه خدمتونو اړوند لارښوونو لپاره به یو معلوماتي مرکز (کال سنټر) جوړ شي، چې خلک وکولای شي له دې لارې پر وخت او کره معلومات ترلاسه کړي. د سوداګریزو شرکتونو لپاره به سرې کرښې مشخصې شي، پر دولتي بنسټونو به د سرمایه اچوونکو باورمندۍ پیاوړې شي، د عایداتو د راټولولو پروسه به رڼه شي او په ټوله کې به پر حکومت باندې د خلکو د باورمندۍ کچه پورته شي.