د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ولايتي آمرينو د همغږۍ او ظرفيت لوړونې روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۸:۵۰
sa

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ولايتي آمرينو د همغږۍ او ظرفيت لوړونې روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ولایتي آمرينو د همغږۍ او ظرفیت لوړونې ورکشاپ دریمه ورځ د شهیدانو او معلولینو وزارت د ملاتړ او خدمتونو مرستيالې جمیلې نورستانۍ په وينا پیل شو.

د ورکشاپ په درېيمه ورځ، ولایتي آمرينو د خپلو ادارو اړوند ستونزې او غوښتنې د وزارت مشرتابه ته وړاندې کړې.

د شهیدانو ورثې او معلولینو د اسنادو د سمونې او کتنې پروسې چټکتيا، اداري تشکيلاتو، بودیجې، د بریښنايي پېژندپاڼو وېش، د ۱۴۰۰ کال معاشونو بشپړه ورکړه او د تېرو کلونو پاتې حقونو د ورکړې څرنګوالی، د ولایتي دفترونو او چارو لپاره د تعميرونو نشتوالي، د معلوليت ملي ستراتيژۍ د پلې کولو او نورو اړوند مسايلو په اړه خبرې وشوې او د وزارت له مشرتابه څخه يې د هواري غوښتنه وکړه.

د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس، د معلولینو لپاره د څیړنیز انستیتوت رییس، د نوي بریښنايي سیسټم چارواکو او د وزارت حقوقي سلاکار د وزارت د راتلونکو پلانونو، موخو او د حقونو د ورکړې میتودونو، د چارو د ښه والي او همغږۍ زياتولو په پار د روزنيز ورکشاپ ګډونوالو ته خپل پریزنټیشنونه وړاندې کړل.

د ورکشاپ د درېیمې ورځې بله برخه د اسنادو او وثيقو د بیاکتنې او سمونې کمیټو باندې بحث وشو، چې د يادې کميټې غړو هم پکې ګډون درلود. د اسنادو بیاکتنې او سمونې پروسې بحث او د دې بهير د ګړندي کولو څرنګوالي په اړه هر اړخيز بحث وکړ.

د ورکشاپ په وروستۍ ورځ ولايتي آمرينو پوښتنو ته د وزارت رهبري هيئت لخوا د قناعت وړ ځوابونه وويل شول او په ولايتي آمريتونو کې د چارو په تراسراوي کې له هغوی څخه د روڼتیا او جدي څار غوښتنه وشوه.

د یادونې وړ ده، چې ياد درې ورځنی روزنيز ورکشاپ د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت په مشرۍ او د COMAC بهرنۍ مؤسسې په مالي ملاتړ د ولايتي آمرينو او وزارت کارکوونکو د همغږۍ زياتولو او ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوی و، کوم چې نن سه شنبه پای ته ورسيد.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۸
Background image

په کاپیسا ولايت کې پر (٢٠٠) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت کی د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د( ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې په يادو مرستو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۵
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم قاري عبدالکریم حلیمي د تخار ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (ZFA) مرستندويه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې درې بورې اوړه، درې بوتله غوري، وریجې. . .

BACK TO NEWS