د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ۱۳۹۹ کال کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور ملت ته ورکړ

sadiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۸:۴۵
s

ملت ته د دولت د راپور ورکولو برنامه

رسنیزه اعلامیه

د ۱۳۹۹ کال د کب دویمه

د حکومت د رسنیو مرکز- کابل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ۱۳۹۹ کال کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور ملت ته ورکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي نن شنبه ( د کب میاشتې ۲ نېټه) د حکومت د رسنیو مرکز کې ملت ته د ۱۳۹۹ کال د کړنو او لاسته راوړنو بشپړ راپور ته وړاندې کړ.

ملت ته د حساب ورکولو برنامه کې د وزارت د برنامو او همغږۍ مرستالې صبري اندړ او د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیالې جمیلې نورستانۍ هم ګډون درلود.

په پیل کې ښاغلي فاروقي د دولت له لوري ملت ته د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کول د غوره او رڼې حکومتوالۍ بنسټیز اصل وګڼه او له دې ډول برنامو د ملاتړ تر څنګ یې د دولت او ملت تر منځ د اړیکو په ټینګښت تاکید وکړ. زیاته یې کړه، چې په دولتي جوړښت کې یې کار ټولو ته څرګند او په دې اداره کې یې هم اصلاحات او فساد سره مبارزه لومړیتوب دی.

ښاغلي فاروقي په هېواد کې اوږده جګړه د شهیدانو او معلولینو د شمېر د زیاتېدو اصلي لامل وګڼه او له هېواده د دفاع، عزت او حیثیت ساتنې برخه کې یې د ټولو سرښندنې وستایلې وویل: د شهیدانو ورثې او معلولینو ته مسولو خدمت کوونکو په توګه چمتو یو، چې د ټولو ارزښتونو په پام کې نیولو سره دوی ته هر ډول امکانات او فرصتونه برابرو کړو. زیاته یې کړه، چې د حکومت رهبرۍ یاد قشر ته د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې ټولو اساسي، معنوي او ارزښتي مسولیتونو ترسره کولو ته ژمنه ده او په قربانیو یې ویاړي.

ښاغلي فاروقي د شهیدانو د ورثې او معلولینو له زغم او حوصلې نه په مننې وویل، چې امکانات او سرچینې محدودې دي او له بل لوري د شهیدانو او معلولینو شمېر په لوړېدو دی. د بحران د مخنیوي لپاره مهمه ده، چې په یادو برخو کار وشي.

ښاغلي فاروقي له جمهور رییس، دواړو مرستیالانو او د ولسي جرګې له دواړو خونو مننه وکړه، چې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د لا اغېزناکې رسیدګۍ لپاره یې دغې ادارې ته ارتقاء ورکړه او په خپلواک بودجوي واحد یې بدله کړه.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې وزارت یې په ۱۳۹۹مالي کال کې خپلې کړنې د ستراتېژیکو موخو، قوانینو، لیدلوري او نړیوالو میثاقونو پر بنسټ د اصولو او ارزښتونو په پام کې نیولو سره ترسره کړي دي، چې پایلې یې محسوسې دي. زیاته یې کړه چې وزارت په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ادارې تشکیل د ترتیب او جمهوري ریاست عالي مقام څخه د منظورۍ اخیستلو سربېره، د خپلو ملي او نړیوالو کاري شریکانو په همکارۍ د معلولیت ملي ستراتېژۍ مسوده ترتیب کړې ده، معلولینو ته د حقوقو ورکړې او خدمتونو وړاندې کولو برخه کې یې ۱۳،۷ میلیارده عادي او ۴۷، ۲ میلیونه پرمختیایي بودجه لګولې ده، چې اغېز یې ډېر څرګند دی. د دې تر څنګ د اړیکو مرکز یا (Call center) او د واحدې دریڅې یا (One Stop shop) د خدمتونو سیستم، چې کاري پروسې یې ساده او اسانه کړي دي، فعال شوي دي.

ښاغلي فاروقي په ۳۴ ولایتونو کې د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسنادو او وثیقو څېړنه او ارزونه د وزارت مهمه لاسته راوړنه وګنل وویل: تر دې مهاله ګڼ شمېر اسناد څېړل شوي او له ډلې یې ۳۲۵۳۳ رد شوي دي، چې د دولت د بودجې د بې ځایه لګښت مخه نیول شوې ده. زیاته یې کړه، چې د پلان سره سم به په ۱۴۰۰ کال کې د ټولو اسنادو څېړنه بشپړه شي. ښاغلي فاروقي د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسنادو د ثبت په موخه د معیاري آرشیف رامنځته کول او نوې برېښنایي سیستم تطبیق پروژه د ۱۳۹۹ مالي کال مهمې کړنې وبللې.

په ۱۳۹۹ مالي کال کې وزارت د پالیسۍ او تقنین برخه کې هم ډېرې لاسته راوړنې لرلې، چې د معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو او امتیازاتو قانون د تعدیل او اصلاح د طرحې ترتیبول، د جندر پالیسۍ تدوین، د معلولیت ملي ستراتېژۍ چمتو کول او ترتیب، د وزارت د کورنۍ څېړنې پالیسۍ تدوین او د ادارې اړوندو چارو ته د سم لیدلوري ورکولو په موخه د ادارې د کړنو د ډول د مقررې ترتیبول پکې شامل دي.

ښاغلي فاروقي د فساد پر ضد د ترسره شوو کړنو، د تطبیق شوو پروژو پر اقتصادي ارزښت، ستونزو او د وزارت په راتلوونکو برنامو هر اړخیزې خبرې وکړې او د چارو د لا ښه والي او لاسته راوړنو د پراختیا ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۸
Background image

په کاپیسا ولايت کې پر (٢٠٠) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت کی د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د( ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې په يادو مرستو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۵
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم قاري عبدالکریم حلیمي د تخار ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (ZFA) مرستندويه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې درې بورې اوړه، درې بوتله غوري، وریجې. . .

BACK TO NEWS