اطلاعاتو ته لاسرسی د روڼتیا رامنځته کولو بنسټیز اصل دی

sadiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۵:۱۰
dd

اطلاعاتو ته لاسرسی د روڼتیا رامنځته کولو بنسټیز اصل دی

د شهیدانو او معلولیو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس عین الدین بهادري او غړو سره وکتل.

ښاغلي آریوبي اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د یاد کمېسیون د هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رسنیو، عامو خلکو او د اطلاعاتو نورو غوښتونکو ادرسونو ته د اطلاع رسونې او اطلاعاتو ورکړې ته بشپړ تعهد لري او په دې برخه کې له ټولو ممکنو لارو چارو کار اخلي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې د وزارت د اطلاع رسونې برخه فعاله ده او له مختلفو لارو خلکو سره په دومداره توګه اطلاعات شریکوي. زیاته یې کړه: مهمه ده، چې اطلاع رسونه او د معلوماتو شریکول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ ترسره شي، تر څو ټولو هغو مواردو ته پاملرنه وشي، چې په قانون کې یې یادونه شوې ده. ښاغلي آریوبي په معیاري او اصولي ډول د اطلاعاتو شریکول د روڼتیا د ټینکښت او فساد سره د مبارزې مهم اصل وګڼه او د یاد کمیسیون د تخنیکي مرستې او همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري او غړو اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د وزارت د مشرتابه ژمنتیا او هلې ځلې د قدر وړ وګڼلې ژمنه یې وکړه، چې د وزارت د اطلاع رسونې برخې له ارزونې وروسته به د اړتیا ور برخو کې هر اړخیزه تخنیکي مرسته او همکاري وکړي.

دواړو لوریو د اطلاعاتو د شریکولو پر اصل، لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ تاکید وکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS