کابل کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د پیاوړتیا مرکز پرانستو په اړه ناسته وشوه

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۴:۳۲
mmd

کابل کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د پیاوړتیا مرکز پرانستو په اړه ناسته وشوه

د کابل ولایت مرستیالې آغلې حنیفه ګیرووال د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل.
آغلې ګیرووال کابل د ولایتي ادارې نويو پلانونو او برنامو ته په اشارې وویل، چې د کابل په مرکز او ولسوالیو کې د پیاوړتیا مرکزونه جوړیږي او دې مرکزونو کې به ښوونې او روزنې، وړتیا لوړونې او کارموندنې برنامې پیل شي.
نوموړې زیاته کړه، چې د معلولیت لرونکو وګړو په برخه کې د فعالو بنسټونو د څارنې پلان یې جوړ کړی او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په همکارۍ به تطبیق شي.
ښاغلي لعل الدین آریوبي مېرمن ګیرووال له راتګه مننه وکړه وویل، چې یاد وزارت په ټولو برخو کې د همغږۍ او مرستې تابیا لري او د کابل ولایت له ولایتي مشرتابه سره په همغږۍ د وزارت په ولایتي تشکیل کې سمون ته چمتو یو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS