ښاغلي آریوبي د شهیدانو ورثې، معلولینو او د وزارت مسولینو ته د اختر مبارکي وویله
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي نن چهار شنبه د (اختر څلورمه) د وزارت د رهبرۍ پلاوي غړو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره د اختر مبارکۍ په موخه وکتل.
ښاغلي آریوبي د شهیدانو ورثې، معلولینو او د وزارت مسولینو ته د اختر مبارکي وویله؛ خوښي یې وښوده، چې د اوربند له کبله هېوادوالو اختر په سوله ییزه توګه ونمانځه او د هیڅ افغان وینه توی نه شوه. ښاغلي آریوبي د اوربند په غځېدو ټینګار وکړ وویل، چې د ټولو په ګټه دی.
ښاغلي آریوبي د وزارت له مسولینو هم مننه وکړه، چې د رسمیاتو له پیل سره د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو خدمت ته حاضر شوي دي، زیاته یې کړه، چې د اختر له پای ته رسېدو او د قرنطین له نرمېدو سره باید د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د پخوا په څېر خدمتونه وړاندې او د دوی ستونزو ته چټکه رسیدګي وشي. ښاغلي آریوبي د کاري رژیم پر دوه وخته تنظیمېدو تاکید وکړ او لارښوونه یې وکړه چې په دې اړه باید ټول اړین اقدامات پر وخت ترسره شي.
ښاغلي آریوبي له حقوقو د پاتې شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د حقوقو په عاجله ورکړه هم تاکید وکړ او تر څنګ یې په مرکز او ولایتونو کې د اسناد د څېړنې او ارزونې کمېسیونونو د چارو په چټګتیا هم ټینګار وکړ او مسولینو ته لارښونه وشوه، چې بېړني ګامونه پورته کړي.
