په پکتیا ولايت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو معلولينو سره د ویلچرونو مرسته وشوه
یاد ویلچرونه د یوې خیریه مؤسسې له لوري د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ پر سل (۱۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې وویشل شول، په ورته وخت کې هر معلول ته زر (۱۰۰۰) افغانۍ هم ورکړل شوې.
د یادو ویلچرونو د ویش پر مهال د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي د وزارت له رهبرۍ او د خیریه مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د دې اړمن قشر لاس نېوی کوي.