په هرات ولايت کې د شهيدانو او معلولینو پر (۳۰۰) مستحقو کورنېو مرستې وویشل شوې
په هرات ولايت کې د امریکا مسلمانانو د زکات خیریه بنسټ لخوا د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست سره په همغږۍ د شهيدانو او معلولینو پر (۳۰۰) کورنېو باندې خوراکي او غيرخوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وريجې، نخود، لوبیا، غوړي، روب، بوره، چای او همداراز البسه شامل وو، وويشل شول.
د یادونې وړ ده چې يادې مرستې پر (۲۰۰) مستحقو کورنېو باندې د هرات په زنده جان ولسوالۍ او پر (۱۰۰) نورو کورنېو باندې د دې ولایت په مرکز کې وویشل شوې.