په غزني ولايت کې د شهيدانو او معلولینو پر (۴۰۰) کورنېو باندې مرستې ووېشل شوې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۹:۲۲
mmd

د غزني ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ، یو میلیون او یو لک، شپېته زره (۱۱۶۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه د شهيدانو او معلولینو پر (۴۰۰) مستحقو کورنېو باندې ووېشلې چې هرې کورنۍ ته (۲۹۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

همداراز د نغدي مرستو تر څنګ پر يادو کورنېو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، لوبیا او نخود شامل وو، ووېشل شول.

هغو کورنېو چې مرستې ترلاسه کړې وې د غزني ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست له مسؤلینو او د یادې خیریه مؤسسې له استازو څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم معینانو او رئیسانو په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي درې ورځیني سیمینار کې ګډون وکړ

په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي ځانګړي سیمینار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ژمي موسم په را رسیدو سره د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ولایت. . .

BACK TO NEWS