لوړو زده کړو ته د معلولیت لرونکو وګړو د لارموندنې زمینه برابرول مهم ګام دی

sadiq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۹:۱۸
cd

لوړو زده کړو ته د معلولیت لرونکو وګړو د لارموندنې زمینه برابرول مهم ګام دی

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې صبري اندړ او د معلولینو د څېړنیز انستیتوت رییس دریا خان بهیر د (AHEAD) موسسې مسولینو سره وکتل او معلولیت لرونکو وګړو ته د زده کړو او ښوونیزو برنامو چمتو کولو په اړه یې خبرې وکړې.

د یادې موسسې مسولینو نایله ناصري او نجیب الله الکوزي وویل: موخه یې هغو معلولیت لرونکو وګړو ته، چې د ښوونځي د وروستیو کلونو زده کوونکي دي او غواړي لوړو زده کړو ته لار ومومي، د لنډمهالو کورسونو او کانکور ازموینې ته د چمتووالي برخو کې مرسته او همکاري کول دي. د (AHEAD) موسسې مسولینو زیاته کړه، چې په یاده برخه کې د خدمتونو له وړاندې کولو مخکې د هېواد د پینځو ولایتونو (کابل، ننګرهار، هرات، مزار شریف او کندهار) ښوونځیو کې څېړنه کوي، تر څو ټول ښځینه او نارینه معلولین تشخیص او پر بنسټ یې ورته د زده کړو او روزنې زمینه برابره کړي.

د برنامو او همغږۍ مرستیالې صبري اندړ د یادې موسسې پروژه او پلان اغېزناک وګڼه او د هرکلي تر څنګ یې د هر اړخیزې همکارۍ او مشترک کار ډاډ ورکړ. د دې تر څنګ یې د وزارت د معلولینو څېړنیز انستیتوت رییس ښاغلي دریاخان بهیر ته لارښوونه وکړه، چې د معلولینو د ستونزو، غوښتنو او اړوتیاوو د تشخیص پر بنسټ د څېړنې موضوعات د موسسې مسولینو ته وسپاري، تر څو یې د دوی له لوري څېړنه پیل او د پروژې په تطبیق سره محسوسې پایلې ترلاسه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د هلمند ولايت نوزاد ولسوالۍ ته د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس سفر

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس چې د یاد رياست دوو تنو کارکوونکو یې ملتیا کوله، نوزاد ولسوالۍ ته يې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت څخه  لیدنه وکړه، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۸:۵۷
Background image

د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند کارکوونکي محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د دایکندي ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان مالي کال د درېیم پړاو د نغدي مساعدتونو د وېش بهیر رسماً پیل شو

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري جوړ شوي خبري کنفرانس کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان ۱۴۰۴ مالي کال د درېیم پړاو میاشتنیو نغدي. . .

BACK TO NEWS