د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کاري بهیر څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۲۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش یې ملتیا کوله، د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ترسره شویو کړنو، اجراآتو او په خاصه توګه د دعوت او ارشاد له چارو څخه یې په اړخیزه توګه ارزونه ترسره کړه.

د دې ارزونې پر مهال، محترم مولوي محمد موسی صدیقي د اداري چارو د ښه سمون، د پلان او د دندو لایحو سره سم د مسئولیتونو ترسره کولو او د نافذه قوانینو د بشپړ پلي‌کېدو په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې. نوموړي له کارکوونکو څخه وغوښتل چې باید د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي، د دعوت او ارشاد برخې ته هم جدي پاملرنه ولري او سپارل شوې دندې دې په منظم او د اصولو مطابق پرمخ یوسي.

همداراز محترم مولوي محمد موسی صدیقي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د پر وخت او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی سره د نیک او مناسب چلند په هکله هم کارکوونکو لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي تېره ورځ د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او د دعوت او ارشاد اړوند چارو څخه هم هر اړخیزه ارزونه ترسره کړې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS