د کابینې په ځانګړې ناسته کې به د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو پر بنسټيزو ستونزو خبرې وشي

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۶:۸
ds

د کابینې په ځانګړې ناسته کې به د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو پر بنسټيزو ستونزو خبرې وشي

نن چهارشنبه د وري په ۱۱مه، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي د کابل د معلولينو له يو شمېر مدني ټولنو غړو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې يې له نږدې واور یدې.

په پيل کې ښاغلي فاروقي وويل: چې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو اصلي ستونزې او غوښتنې یې راټولې کړې او د کابينې په ځانګړې ناسته کې به یې له جلالتماب جمهور رئيس سره شريکې کړي، کومه چې په دې نږدې ورځو کې به ترسره شي.

ښاغلي فاروقي پر اصلاحاتو او له فساد سره په جدي مبارزې د ټینګار ترڅنګ وويل: چې موخه یې له يوې واحدې دریڅې څخه د ټولنې دې مظلوم او درديدلي قشر ته د غوره خدماتونو وړاندې کول دي.

دده په خبره، چې د بروکراسۍ ختمول او د مراجعينو د سرګردانۍ له منځه وړل دوه مهم مسايل دي او د حل لپاره يې هم جدي هڅې روانې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د شهیدانو کورنيو غړي او معلولیت لرونکي وګړي باید د وزارت له چارواکو سره د اصلاحاتو راوستو په موخه ګډکار او د همغږۍ فضا را منځته کړي.

د کابل د معلولینو او شهیدانو ورثې لپاره د مدني ټولنې رئيس ياسين حقپرست او غړي حاجی میر اغا هم په وزارت کې وروستي بدلونونه او هڅې وستایلې او د نورو اصلاحاتو او بدلونونو هیله یې څرګنده کړه.

ښاغلي حقپرست د معلولينو ستونزې او غوښتنې په بیلابیلو برخو لکه کارموندنې، د ځمکو وېش، د حقونو ورکړې، د حج سهميې او نورې ستونزې شريکې کړې او د وزارت له مشرتابه څخه يې د لازمو اقداماتو د ترسره کيدو غوښتنه وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS