د پکتيا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له لوري ټاکل شوي پلاوي د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د یتیمانو او معلولینو د کور په کور د تصفیې پروسه پیل کړه
د یتیمانو او معلولینو د تثبیت او ثبت په پروسه کې د لا شفافیت د رامنځته کولو په موخه په مرکز او ولايتونو کې د بررسۍ او تصفیې ټاکل شوي ټیمونه د هغوی کورونه له نږدۍ بررسي کوي تر څو واقعي مستحقین وپیژندل شي او د درغلۍ، جعل او تزوير څخه په کلکه مخنيوی وشي او په ياده پروسه کې پوره شفافیت رامنځته شي.
د کور په کور د تصفیې په لړ کې د پکتيا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له لوري ټاکل شوي ټيم د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د (۸۱) یتیمانو، کونډو او معلولینو د کورنېو بررسۍ ترسره کړه.
د دې بررسۍ په ترڅ کې (۲۶) تنه یتیمان، کونډې او معلولین چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د طرحې مطابق نه وو، د هغوی نومونه له لیستونو څخه حذف شول.