د پکتيا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له لوري ټاکل شوي پلاوي د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د یتیمانو او معلولینو د کور په کور د تصفیې پروسه پیل کړه

nasrat_admin
Thu, Apr 25 2024 1:12 PM

د یتیمانو او معلولینو د تثبیت او ثبت په پروسه کې د لا شفافیت د رامنځته کولو په موخه په مرکز او ولايتونو کې د بررسۍ او تصفیې ټاکل شوي ټیمونه د هغوی کورونه له نږدۍ بررسي کوي تر څو واقعي مستحقین وپیژندل شي او د درغلۍ، جعل او تزوير څخه په کلکه مخنيوی وشي او په ياده پروسه کې پوره شفافیت رامنځته شي.

د کور په کور د تصفیې په لړ کې د پکتيا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له لوري ټاکل شوي ټيم د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د (۸۱)  یتیمانو، کونډو او معلولینو د کورنېو بررسۍ ترسره کړه.

د دې بررسۍ په ترڅ کې (۲۶) تنه یتیمان، کونډې او معلولین چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د طرحې مطابق نه وو، د‌ هغوی نومونه له لیستونو څخه حذف شول.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS