د منګلو د قومي شورا یو شمېر مشرانو او ځوانانو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

mmd_admin
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۹:۳۱
1

د منګلو د قومي شورا یو شمېر مشرانو او ځوانانو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې ښاغلي زمرد خان منګل د راغلو مشرانو او ځوانانو په استازیتوب ښاغلي لعل الدین اریوبي څخه مننه وکړه چې د تل په څېر یې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته رسیدګي کړی، دوی همدارنګه خپلې ځینې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې هم شریکې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي اریوبي د منګلو د شورا ټولو راغلو استازو ته ښه راغلاست ووایه، ددوي وړاندیزونه یې پرځای وباله او زیاته یې کړه چې د قومي او ولسي خوزښتونو همکارۍ ددې ادارې د پرمختګ لپاره اړین دی. ښاغلي اریوبي ژمنه وکړه چې ټولو ستونزو ته به پوره رسیدګي وشي او د حل لارې چارې به ورته ولټول شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS