د معلولیت ملي ستراتېژۍ د پیاوړتیا او نهایي کېدو په موخه اړوندو ادارو سره غونډه وشوه
د معلولیت ملي ستراتېژۍ د پیاوړتیا او نهایي کېدو په موخه اړوندو ادارو سره غونډه وشوه
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې له لوري د معلولیت د لس کلنې ملي ستراتېژۍ د بشپړولو او نهایي کېدو په موخه مشترکه غونډه جوړه کړه، چې د اړوندو دولتي ادارو استازو هم پکې ګډون درلود او د یادې ستراتېژۍ د پیاوړتیا او تطبیق د عمل پلان په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د چارو له ادارې مننه وکړه، چې د ستراتېژۍ او معلولیت اړوندو چارو تطبیق کې همېشه له وزارت سره همکاري کوي. د دې تر څنګ یې له اړوندو دولتي ادارو هم مننه وکړه، چې د معلولیت په اړه یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه او غونډه کې یې ګډون وکړ.
ښاغلي آریوبي وویل، چې معلولیت یوه ملي، پراخه او پېچلې پدیده ده، چې د یوې ادارې له لوري ورته پلان جوړونه، تطبیق او رسیدګي اسانه نه ده، ځکه د جګړې، فقر، اقتصادي ستونزو، ناامنۍ، بې سوادۍ او نورو لاملونو پر بنسټ معلولیت ورځ تر بلې زیاتېږي. زیاته یې کړه، چې د مرکزي احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ترسره شوې سروې له مخې د افغانستان ۳،۱ سلنه وګړي معلولین دي، چې ۲،۷ سلنه یې ښځینه او ۳،۵ یې نارینه تشکیلوي.
ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې د نړیوالو کنوانسیونو او د جمهور رییس غوښتنه وه، چې دغه قشر ته د خدمتونو او فرصتونو برابرولو لپاره یو جلا او ژمنه اداره رامنځته شي، تر څو اړوندې چارې په ښه توګه تنظیم او ترسره کړي. زیاته یې کړه، چې له نېکه مرغه دغه وزارت وکړای شوه په لنډه موده کې د معلولیت په برخه کې هر اړخیز پلانونه، برنامې او لس کلنه ملي ستراتېژي ترتیب کړي.
ښاغلي آریوبي وویل، چې د یادې ستراتېژۍ د جوړولو پیل د وزارت له لوري وشو، وروسته کاري کمېټې جوړې شوې، اړوندو ادارو سره همغږي وشوه، د هېواد په کچه ورکشاپونه ترسره شول، دولتي او غیر دولتي موسسو، معلولینو او نورو سره مشورتي ناستې ترسره او لومړۍ مسوده ترتیب شوه، چې ټولو ادارو سره شریکه او په اړه یې نېک نیت وښودل شو.
ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې غوښتل یې لومړۍ مسوده د معلولیت لرونکو وګړو په نړیواله ورځ یانې د ډېسمبر په درېیمه اعلان کړي، خو د لیندې میاشتې په ۱۵ جمهوري ریاست کې د غونډې پر مهال جمهور رییس لارښوونه وکړه، چې ټولو ادارو سره دې شریکه شي، د هغوی د نظرونو د اخیستو تر څنګ دې د تطبیق لپاره د عمل پلان هم ترتیب شي. دغه راز یې د چارو ادارې ته هم لارښوونه وکړه، چې د اړتیا وړ بودجه بحث او په تطبیق کې یې همکاري وکړي.
ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې اړوندو ادارو او نورو سره د ستراتېژۍ په اړه دا ۴۰ مجلس دی چې ترسره کېږي. تر اوسه ډېری ادارو په لیکلي بڼه خپل تخنیکي نظرونه وزارت سره شریک کړي دي.
آریوبي د دې غونډې موخه د معلولیت د ملي ستراتېژۍ په اړه د ادارو د نظریاتو اخیستل، په ستراتېژۍ کې یې شاملول او د ترتیب شویو پلانونو د تطبیق په میکانېزم باندې بحث وګڼه.
د چارو ادارې مرستیال رفیع الله پوپل د معلولیت ستراتېژي یو ملي سند وباله وویل، چې د پیاوړتیا او تطبیق په برخه کې د ټولو ادارو همکاري اړینه ده او دغه سند د معلولینو لپاره لومړیتوب دی. نوموړي له ټولو ادارو غوښتنه وکړه، چې د جمهور رییس د لارښوونې سره سم یې په غني کولو کې مرسته او همکاري ترسره کړي.
ښاغلي پوپل زیاته کړه چې یاده ستراتېژي یوازې د وزارت اړوند نه ده، بلکې ټولو ادارو پورې اړه لري چې د خپل مسولیت مطابق پکې فعاله ونډه واخلي. زیاته یې کړه چې د چارو اداره د دغه سند په اړه په همغږۍ او راپور ورکولو کې په مساوي توګه مسولیت لري.
د وزارت د تخنیکي چارو سلاکار حبیب خان ځاځي د معلولیت د ملي ستراتېژۍ د جوړښت، موخو، بودجې، حقوقي چوکاټ، جوړښتیزو پړاونو او میتودولوژۍ، د پوښښ برخو، اوسني وضعیت، اړتیاوو او پایلو په اړه هر اړخیز پرزنټېشن وړاندې کړ.
ورپسې ازاد بحث پیل شو، چې د ټولو ادارو استازو پکې د ستراتېژۍ د غني کولو، خپلو فعالیتونو او مسولیتونو په اړه نظرونه وړاندې کړه.
پرېکړه وشوه، چې ټولې ادارې دې د ۱۳۹۹ کال د مرغومي تر ۱۵ خپل نظریات او وړاندیزونه وزارت سره په لیکلې بڼه شریک کړي. له دې وروسته به ستراتېژي د جمهور رییس سره شریکه او د لارښوونو له اخیستو وروسته به عملا پیل شي.