د معلولیت لرونکو وګړو په پیاوړتیا به تمرکز زیات شي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۱۰:۴۱
mmd

د معلولیت لرونکو وګړو په پیاوړتیا به تمرکز زیات شي

نن یکشنبه (د سلواغې میاشتې ۱۲ نېټه) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت پلاوي او د معلولینو د ملي انستیتیوت مسولینو د معلولیت لرونکو ماشومانو د بنسټ رییسې مېرمن لایل محب او د دوست هېواد هندوستان د کابل میشتي سفارت د پراختیایي برخې مسول ښاغلي ویجی کمار سره وکتل.

د معلولینو د ملي انستیتوت سرپرست ډاکټر فضل الله محمدي د ناستې ګډونوالو ته د یاد انستیتوت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړه وویل، چې د انستیتوت د بشپړې سمبالتیا، ستونزو د حل او معلولینو ته د مناسبو فني، تخنیکي، حرفوي، روزنیزو برنامو او د مصنوعي غړو د جوړولو په برخه کې لا هم ګڼې ستونزې شته چې حل یې اړینو اقداماتو او همکاریو ته اړتیا لری. ښاغلي محمدي زیاته کړه، چې د دې مرکز په فعالیدو او سمبالښت سره به ډېرې ستونزې له منځه لاړې شي او معلولیت لرونکي وګړي به له پرمختګ او پیاوړتیا برخمن شي.

د دوست هېواد هندوستان د سفارت استازي د ملي انستیتیوت د فعالولو او سمبالتیا ژمنه وکړه وویل، چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. نوموړي زیاته کړه، چې د انستیتوت د مصنوعي غړو د جوړولو څانګه به فعاله کړي او د غړو د جوړولو د اومه موادو په برخه کې به هم مرسته وکړی. ښاغلي کمار د انستیتوت د تشکیلاتو، د مصنوعي غړو د جوړولو د ګرځنډه ډلې د جوړولو او د کارکوونکو د وړتیا لوړونې په برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ. کمار په تولو ولایتونو کې د ګرځنده ډلې له لوري د مصنوعي غړو د جوړولو پر څرنګوالي هم خبرې وکړي.

د معلولیت لرونکو ماشومانو د بنسټ رییسې مېرمن لایل محب ملي انستیتوت لپاره د مرستو د جلب ژمنه وکړه او وویل چې په دې اړه به نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ رامنځته کولو لپاره هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۴
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئيس معرفي او خپل کار یې پیل کړ

د ریاست‌الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي نیازمحمد هجرت د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د کاري وړتیا د لوړولو په موخه زده‌کړه‌ ییزه اړتیا سنجونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست اړوند کارکوونکو لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري، د فورمو په وېشلو سره زده‌کړه ‌ییزه اړتیا سنجونه ترسره شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۲۵
Background image

په بادغیس ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ د یاد ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ (۶) ډوله خوراکي. . .

BACK TO NEWS