د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته رسیدنه به د دواړو ادارو د مشترک کار لومړیتوب وي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۶ - ۱۱:۲۷
mmd

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته رسیدنه به د دواړو ادارو د مشترک کار لومړیتوب وي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د جمهور رییس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي سره وکتل او د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسېدنې او دوی ته د مناسبو امکاناتو او اسانتیاوو برابرولو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي آریوبي وویل د شهیدانو کورنۍ او معلولیت لرونکي وګړي د جګړې اصلي قربانیان دي، چې ګڼو ستونزو سره مخ او د ژوند له ډېرو اړینو اسانتیاوو بې برخې دي. مهمه ده، چې دې خلکو ته د سرپناه، کارموندنې، زده کړو، روغتیا، حج سهمیو، فزیکي لاسرسي او نورو برخو کې پاملرنه زیاته شي. ښاغلي آریوبي یادو چارو ته د رسېدو لپاره پر مشترک کار ټینګار وکړ زیاته یې کړه، چې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته رسیدګي باید د کارونو لومړیتوب وي. آریوبي څرګنده کړه، چې د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک په ۱۷ ماده کې هم په دې اړه یادونه او تاکيد شوی دی.

ښاغلي عبدالسلام رحیمي هم د جګړې د قربانيانو کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د هڅو او کړنو مننه او ستاینه وکړه وویل: د دې لپاره چې د حکومت د هڅو اغېز ډېر شي، د جګړې قربانیانو ته د رسېدنې چارې د اړوندو بنسټونو تر منځ لا ډېر انسجام ته اړتیا لري. ښاغلي رحیمي هم په دې برخه کې د ګډ کار ژمنه وکړه زیاته یې کړه، چې د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک سره سم به د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته رسیدګي وشي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS