د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو په اړه د جمهور رییس لارښوونې په جدي توګه ترسره کېږي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۹ - ۹:۵۸
mmd

د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو په اړه د جمهور رییس لارښوونې په جدي توګه ترسره کېږي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د وزارت د نظامي چارو د مرستیالې او د څار او ارزونې رییس په ملتیا د شهیدانو د ورثې د وثیقو او معلولینو د اسنادو د څېړنې او د حقوقو او امتیازاتو ورکړې په برخه کې د اصلاحاتو د پلي کولو په اړه د جمهور رییس د لارښوونو د تعقیب لپاره د جمهوري ریاست د چارو ادارې مسولینو سره غونډه وکړه.

ښاغلي آریوبي د یاد قشر په اړه د جمهور رییس د لارښوونو د تعقیب او د وزارت د اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړه وویل: د شهیدانو او معلولینو د حقوقو او امتیازاتو قانون د تعدیل طرحه ترتیب شوې، د شهیدانو د ورثې او معلولینو د ثبت لپاره واحد برېښنایي سیستم رامنځته شوی دی، د شهیدانو د ورثې او معلولینو د حقوقو ورکړې لارښود جوړ او پلي شوی او همدارنګه د شته بانکي حسابونو څېړنه او د نویو کارتونو د وېش بهیر په جریان کې دی. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د ولایتي او مرکزي واحدونو څېړنه او ارزونه هم ترسره شوې ده.

ښاغلي آریوبي وړاندیز وکړ، چې د مرکز او ولایتونو په کچه دې د اسنادو او وثیقو د څېړنې، د شهیدانو او معلولینو د حقوقو او امتیازاتو قانون د تعدیل طرحې د طی مراحلو او د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر او بایومتریک پروسې په برخو کې دې اړوندې ادارې جدي همکاري وکړي.

د چارو ادارې مسولینو د وزارت کړنې وستایلې او ژمنه طې وکړه، چې په ټولو وړاندیز شویو برخو کې به د دولت وزارت سره هر اړخیزه همکاري او همغږي وکړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۹
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور سروې په موخه مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د یتیمانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

سلګونو تنو یتیمانو سره په کنړ ولایت کې مرستې ترسره شوې

د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو ستونزو ته د ښې رسیدګي په موخه د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) مستح. . .

BACK TO NEWS