د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې دوه سوه (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو ویلچرونه ترلاسه کړل

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۲۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ترکیې هېواد د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ په دې وزارت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه وویشل، په ورته وخت کې هر مستحق ته څلور زره (۴۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.

د یاد شوېو ویلچرونو د وېش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د نداء الخیر مؤسسې مشر محترم حمزه کوکسال او د دې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست استازي حضور درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم معینانو او رئیسانو په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي درې ورځیني سیمینار کې ګډون وکړ

په کندهار ولایت کې د وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي ځانګړي سیمینار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ژمي موسم په را رسیدو سره د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ولایت. . .

BACK TO NEWS