د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۴:۳۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید اخند په مشرۍ، د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوی عبدالرزاق آخوند، د ملاټر او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

 د ننۍ غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا وړاندې شول، په کې د  معلولیت لرونکو وګړو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملي ستراتیژۍ د جوړولو په هکله او یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د معیاري او ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د هر ریاست لپاره د جلا کړنلارو او د کاري مسئولیتونو د لایحو جوړولو په اړه خبرې اترې وشوې، دغه راز د یاد وزارت د اړوندو څانګو رئیسان خپلو مکلفیتونو او مسئولیتونو ته وهڅول شول. په یاده غونډه کې د فلجیانو او لاوارثه یتیمانو په مرکز کې د فلجیانو د استوګنې لپاره د چپرکټونو او نورو اړینو وسایلو د چمتو کولو او هغوې ته د حرفوي زده کړو لپاره د مسلکي ښوونکو د استخدام په اړه هم خبرې وشوې، او په پاې کې د شهیدانو او معلولینوچارو وزارت کې د کارکوونکو د اضافه کارې په هکله بحث وشو او  د ستونزو د حل پر لارو چارو لازمې لارښوونې او سپارښتنې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS