د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر مشرانو جرګې ته د وزارت د کړنو او خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړه
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر مشرانو جرګې ته د وزارت د کړنو او خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړه
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي، چې د ملي شورا د مشرانو جرګې له لوري وربلل شوی و، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلي ګل بادشاه مجیدي په ملتیا د یادې شورا عمومي غونډې ته د وزارت د کړنو، لاسته راوړنو، اصلاحاتو او د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو ورکړې او خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ د ملت د استازو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د ملي شورا استازو معلولیت لرونکو وګړو ته پر وخت د حقوقو ورکړې، په ټولو ولایتونو کې د معلولینو او د شهیدانو د ورثې د سلنې پر بنسټ د بودجې وېش، د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو قانون کې د تعدیلاتو، د معلولینو تر منځ د تبعیض ختمونې، طرزالعملونو کې نرمښت، په دولتي ادارو کې د معلولینو او د شهیدانو ورثې د ګمارنې، د پاتې کلونو حقوقو د ورکړې، د ځمکو او اپارتمانونو د وېش، ملي او نړیوالو ادارو سره د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو د تعقیب او تطبیق، د معلولینو فزیکي لاسرسي، په ولسوالیو کې معلولینو او د شهیدانو ورثې ته د حقوقو ورکړې د څرنګوالي، په مرکز او ولایتونو کې د اسنادو او وثیقو د څېړلو بهیر، بایومتریک، زده کړو، تحصیلي بورسونو، حرفوي زده کړو، عامه پوهاوي او په ولایتونو کې د فساد د شتون په اړه خپلې پوښتنې مطرحه کړې او معلولینو ته د ژوند په مختلفو برخو کې د امکاناتو، اسانتیاوو او فرصتونو په برابرولو یې تاکید وکړ.
د مشرانو جرګې غړو وړاندیز وکړ، چې یادو مسایلو ته د غوره رسیدګي تر څنګ دې په ټولنه کې د معلولینو د حقوقو په اړه د پوهېدو او ټولنیز ادغام لپاره یو مضمون په تعلیمي نصاب کې شامل شي، دوی ته رسیدګی لپاره دې د وزارت تشکیلات پراخه او بودجه دې یې زیاته شي. د فزیکي لاسرسی په برخه کې دې پاملرنه زیاته شي او ټولو ادارې باید په دې اړه جدي همکاري وکړي. همدا رنګه د هېواد شهیدانو ته د درناوي په موخه دې یو ملي څلي جوړ شي او په بهرنیو سفرونو کې دې ملي شورا سره د وزارت او وزارت سره د ملي شورا استازي شامل شي تر څو د مرستو او همکاریو په جلب کې نقش ترسره کړي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د ملي شورا غړو ته د وضاحت پر مهال وویل، چې د وزارت له رامنځته کېدو سره یې خپل کارونه په دریو برخو د اصلاحاتو، کاری برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او خدمتونو وړاندې کولو ووېشل، چې د اصلاحاتو برخه کې کاري پروسې د واحدې دریڅې په رامنځته کولو سره ساده او اسانه شوي، د روڼتیا د تامین او فساد مخنیوي په موخه په مرکز او ولایتونو کې د اسنادو څېړنه او ارزونه پیل شوه، د شهیدانو ورثې او معلولینو پوښتنو او غوښتنو ته د رسیدګي په موخه کال سنټر یا د اړیکو مرکز رامنځته شو، د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د ژوند په مختلفو برخو کې د امکاناتو او اسانتیاوو برابرولو لپاره ۵۴ ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکاري هوکړه لیکونه لاسلیک شوه، د کارموندې په موخه په دولتي ادارو کې د معلولینو د ۳سلنه ګمارنې طرحه جوړه او د وزیرانو شورا او جمهور رییس له لوري منظوره شوه، د حقوقو پر وخت ورکړې لپاره د اسنادو څېړنه او بایومتریک پیل شو، تر څو قانوني اسناد له غیر قانوني هغو جلا او روڼتیا رامنځته شي.
ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د نظامي شهیدانو او معلولینو د ثبت لپاره د اړوندو ادارو سره په مشترکه توګه ملي ډېټابېس رامنځته شوی او همدارنګه د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو قانون د تعدیل چارې نهایي شوي دي او د دواړو مجلسونو پرېکړې ته منتظر دي. ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې د فساد د مخنیوي برخه کې د اسنادو څېړنې او سمونې ښه پایله ورکړې ده او په دې ترڅ کې کابو سل زره اسناد ځنډېدلي او له دې اړخه د دولت ۵ میلیارده بودجه سپما شوې ده.
ښاغلي آریوبي په اداره کې بیروکراسي او بې نظمي د چارو د ځنډ اصلي عامل وباله څرګنده یې کړه، چې د تېرو دوو کالو د زیار او هلو ځلو په پایله کې اوس ډېری سیستمونه برېښنایي شوي دي او په غوره توګه د شهیدانو ورثې او معلولینو ته خدمتونه وړاندې کوي.
ښاغلي آریوبي د ملت د ځینو استازو اندېښنو ته په ځواب کې وویل، چې فساد سره مبارزه یې د ماموریت اصلي برخه ده او په دې اړه له هیڅ ډول هڅو دریغ نه کوي، زیاته یې کړه، چې د ګڼو دویمې واحدونو مالي مسایل څېړل شوي دي او هغه کسان چې تورن و عدلیي او قضایي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.
ښاغلي آریوبي وویل، چې عزیزي بانک سره یې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی او یاد بانک مسول دی، چې په لرو پرتو سیمو کې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د حقوقو رسولو او عصري بانکي خدمتونو برابرولو برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې معلولیت لرونکو وګړو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پیامبر اعظم د پیاوړتیا مرکز فعال شوی او په مختلفو روغتیایي برخو کې معلولینو ته وړیا خدمتونه وړاندې کوي. آریوبي زیاته کړه، چې د هېواد معلولیت لرونکو وګړو ته رسیدګي ستونزمنه او یوازې د یوې ادارې کار نه دی، د دې لپاره چې ټولې ملي او نړیوالې ادارې د فرصتونو او خدمتونو برابرولو کې ونډه واخلي د معلولیت سل کلنه ملي ستراتېژي مو جوړه کړه، چې د جمهور رییس له منظورۍ وروسته به یې د تطبیق چارې عملا پیل شي.
ښاغلي آریوبي په ځینو مواردو کې د بودجې د کمښت او معلولینو او د شهیدانو ورثې د حقوقو د پاتې کېدو یا ځنډېدو په اړه څرګنده کړه، چې د بودجې د کمښت ستونزې سره مخ دي ځکه هر کال تقریبا ۳۰۰۰۰ شهیدان او معلولینو زیاتېږي، بله دا چې معلول یا شهید په ورته کال کې نه ثبتېږي، کله یې چې اداري چارې بشپړې شي بیا یې حقوقو ورکول کېږي.
ښاغلي آریوبي د ملت له استازو مننه وکړه، چې د وضاحت لپاره یې وربللی و، تاکید یې وکړ، چې د روڼتیا، اصلاحاتو پراختیا، بودجې زیاتوالي، د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د غوره رسیدګي، د قوانینو تطبیق او نورو برخو کې د ملي شورا د مشرانو جرګې هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري.
د مشرانو جرګې مشرتابه او غړو له ښاغلي آریوبي مننه وکړه او د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته رسیدګي یې ستونزمن او پېچلی ماموریت وګڼه. دوی د وزارت ترسره شوې کړنې وستایلې او پر لا پراختیا او چټګتیا یې ټینګار وکړ.