د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي په نورستان ولایت کې د یاد وزارت له اړوند رياست د کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه پېل کړه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۹:۲۸
mmd

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم سليم ګل شمشاد او محترم خيبر شيرزاد یې ملتیا کوله، نورستان ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ۱۴۰۳ لمریز کال د ترسره شويو کړنو، د پلانونو پرمختګ، د کونډو، يتيمانو او معلولينو د تثبيت او بایومټریک، هغوي ته د نغدي مساعدتونو د ورکړې او همداراز د کونډو، یتیمانو او معلولینو د تصفیې پروسې څخه یې څارنه او ارزونه پېل کړه، ياد پلاوی به شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه او د چارو د لا ښه والي او سمون په موخه به اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د څارنې او ارزونې پلاوی به د نورستان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کړنو او فعالیتونو د ارزونې وروسته په کنړ ولایت کې د یاد وزارت له اړوند ریاست څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۱:۲۶
Background image

په ننګرهار ولايت کې پر (٢٠٠) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ( ZFA) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ چې په هغه کې د اختر لپاره جامې، واسکټ، څپلۍ او نور توکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۱:۲۴
Background image

په تخار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ په منظم ډول ووېشلې، چې هر مستحق د اختر لپاره جامې، بوټان او ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ په منظم ډول ووېشلې، چې هر مستحق د اختر لپاره جامې، بوټان او. . .

BACK TO NEWS