د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني سره لیدنه وکړه

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۳:۳۰
mmd

په دې لیدنه کې ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د هېواد په کچه د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وضعیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په تېر مالي کال کې د حکومت لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته ځانګړې شوې بودیجه په پوره شفافیت سره مصرف شوې ده.

نوموړي همداراز زیاته کړه؛ د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د یتیمانو، کونډو او معلولینو د لاسنیوي په برخه کې د افغان سوداګرو او په بهر کې د مېشتو هېوادوالو مرستې ډېرې شوې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لارې پر مستحقو او ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو وېشل کېږي.

ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني وویل؛ په تېرو نږدې دوو کلونو کې د جګړې له امله د کونډو او یتیمانو د زیاتېدو شمېره صفر ته راښکته شوې ده.

په دې لیدنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل ښاغلي مولوي عبدالکبیر هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د کډوالو چارو وزارت دې له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د یتیمانو د لاسنیوي تر څنګ هغوی ته د دیني او عصري زدکړو لا ډېره زمینه برابره کړي.

نوموړي همداراز وویل چې د معلولینو او د دې برخې نورو کسانو ته د مرستو د وېش لړۍ دې له توپیر پرته مخکې لاړه شي او د هغوی وړتیاوو ته په پام دې ورته د کاري فرصتونو پر برابرولو فکر وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۵۰
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې معلولیت لرونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د ښاروالۍ او د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو په حضور؛ د معلولیت. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابـل ولایت کې د حاجیانو د سهمیې د وېش په موخه قرعه کشي ترسره شوه

د زابـل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له خوا د یو شمېر شهیدانو د وارثینو او معلولینو لپاره د حج سهمیې د قرعه‌کشي پروسه د یاد ریاست د رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانـش، د شهيدانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۲۴
Background image

د غزنی ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه،

 د چارو د ښه سمون او یتیمانو،کونډو او معلولینو ته د ښو او مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوی محمدانور (برادر)په مشرۍپه یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS