په کنړ ولایت کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۳۷

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د اچ، اچ، آر، ډي خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو یتیم زده کوونکو باندې مرستې چې په هغه کې پنځه ډوله خوراکي توکي، قرطاسیې او د اختر لپاره د جامو ګنډلو رخت شامل وو، په منظم ډول ووېشل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني د مؤسسې له مرستو یې مننه وکړه او د یاد ولایت اړوند د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره یې د لا زیاتو مرستو د راجلبولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS